څلوارلسم څپرکی
له غیرالله مرسته غوښتل او په دعا کې يې بلل شرک دی الله سبحانه و تعالی فرمايي: وَلَا تَدْعُ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنفَعُكَ وَلَا يَضُرُّكَ ۖ فَإِن فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِّنَ الظَّالِمِينَ، وَإِن يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهُ إِلَّا هُوَ ۖ وَإِن يُرِدْكَ بِخَيْرٍ فَلَا رَادَّ لِفَضْلِهِ ۚ يُصِيبُ بِهِ مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۚ وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ، (یونس، 106-107 ایت). ژباړه: ''د الله پرته بل څه چې نه ګټه او نه زیان در رسولی شي مه بوله، که تا داسې وکړل نو هغه وخت به له ظالمانو يې، که الله تاته کوم زیان ورسوي د هغه [زیان] لپاره کوم لرې کوونکی نشته مګر الله، او که الله تاته خیر در ورسوي د هغه د فضل مخه هیڅوک نه شي نیولای، له خپلو بندګانو څخه چې هرچا ته وغواړي دا [خیر] ور رسوي، او هغه ښه بښونکی ښه رحم والا دی''. او الله سبحانه و تعالی فرمايي: فَابْتَغُوا عِندَ اللَّهِ الرِّزْقَ وَاعْبُدُوهُ وَاشْكُرُوا لَهُ، (عنکبوت، 17 ایت)، ژباړه: ''نو روزي یوازې له الله وغواړئ او د هغه عبادت وکړئ او د هغه شکر په ځای کړئ''. او همدارا...