اووم څپرکی
د بلا د مخنیوي او د رغیدا په موخه د لاسبند تړل یا خپل ځان پورې د ځونډي ځړول شرک دی
الله سبحانه و تعالی فرمايي:
وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ ۚ قُلْ أَفَرَأَيْتُمْ مَا تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ أَرَادَنِيَ اللَّهُ بِضُرٍّ هَلْ هُنَّ كَاشِفَاتُ ضُرِّهِ أَوْ أَرَادَنِي بِرَحْمَةٍ هَلْ هُنَّ مُمْسِكَاتُ رَحْمَتِهِ ۚ قُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ ۖ عَلَيْهِ يَتَوَكَّلُ الْمُتَوَكِّلُونَ، (الزمر، 38 ایت)، ژباړه: ''كه ته له دوى وپوښتې چې اسمانونه او ځمكه چا هست کړي دي؟ نو دوى به ووايي چې الله. بیا دوى ته ووايه، ایا تاسې هغه بتان ګورئ چې تاسې يې بې له الله عبادت کوئ، كه الله ماته د څه زيان رسولو اراده وکړي نو ایا دوی هغه [د الله له خوا مقرر شوی] زیان لرې کولای شي؟ يا كه الله په ما د رحمت اراده وکړي نو ايا دوی د هغه د رحمت مخه نیولای شي؟ نو دوى ته ووايه چې د زما لپاره الله كافي دى، توكل كوونكي یوازې په الله توكل كوي''.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
عَنْ عِمْرَانَ بْنِ الْحُصَيْنِ، أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم رَأَى رَجُلاً فِي يَدِهِ حَلْقَةٌ مِنْ صُفْرٍ فَقَالَ " مَا هَذِهِ الْحَلْقَةُ". قَالَ هَذِهِ مِنَ الْوَاهِنَةِ . قَالَ " انْزِعْهَا فَإِنَّهَا لاَ تَزِيدُكَ إِلاَّ وَهْنًا، فَإِنَّكَ لَوْ مُتَّ وَهِيَ عَلَيْكَ مَا أَفْلَحْتَ أَبَدًا، (مسند احمد، 4/445 بسند لا بأس به; سنن ابن ماجة، 3532 باختصار و صححه دارالسلام).
ژباړه: ''له سیدنا عمران بن حصین رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم د یو سړي په لاس کې ګوته [کړۍ] ولیده، پوښتنه يې وکړه دا څه دي؟ سړي وویل داد زړښت د کمزورتیا د لرې کولو [واهنة] لپاره ده، رسول الله صلی الله وسلم وفرمایل دا ایسته کړه بیشکه دا بله ګټه نه لري پرته له دې چې ستا کمزوري نوره ډیره کړي، که په داسې حال کې مړ شې چې دادې په لاس کې ده د تل لپاره به خلاصون ونه مومې''.
وله عن عقبة بن عامر مرفوعًا:''من تَعَلَقَ تميمةً فلا أتم الله له، ومن تَعَلَقَ وَدْعَةً، فلا وَدَعَ الله له''، (مسند احمد، 4/154).
ژباړه: ''له عقبة بن عامر رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل که څوک د روغتیا د ترلاسه کولو په موخه تعویذ او ځونډی[تمیمة] په غاړه کې واچوي الله به يې مطلب ته ونه رسوي، او که څوک د سترګې د زخم د مخنیوي یا د کومې بلې بلا د مخنیوي لپاره ودعة [مرۍ، ګوجګی، سپینه ډبرینه دانه، یا له سیند څخه ترلاسه شوې ډبرې، لونګ یا ستنه] د خپل بدن په یوه برخه ځوړنده کړي یا کوم بل شی راځوړند کړي الله دې له هغه څخه ارامي واخلي''. وفي رواية:''من تَعَلَقَ تميمةً فقد أشرك''، (مسند احمد، 4/156)، ژباړه: ''او د بل روایت له مخې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل که چا تعویذ په غاړه کې واچوه بیشکه چې شرک يې وکړ''.
ولابن أبي حاتم عَنْ حُذَيْفَةَ أَنَّهُ رَأَى رَجُلاً فِي يَدِهِ خَيْطٌ مِنَ الْحُمَّى، فَقَطَعَهُ وَتَلاَ قَوْلَهُ: ''وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُم بِاللهِ إِلاَّ وَهُم مُّشْرِكُون''، (يوسف:106)، [رواه ابن ابی حاتم في التفسیره 8/473].
ژباړه:'' او ابن ابی حاتم پخپل تفسیر کې روایت کوي چې د سیدنا حذیفه رضی الله عنه پام یو سړي ته واوښت چې [د تبې د له منځه وړلو لپاره يې] په لاس پورې یوه اوبدلې [ګنډلې] ټوټه تړلې وه نو هغه دا اوبدلې ټوټه پرې کړه او [د سورة یوسف] دا ایت يې ولوست: ژباړه: د دوی ډیری په الله ایمان نه راوړي خو دا چې دوی شرک کوي''.
د دې څپرکي مهمې مسالې
د هغه چا رټنه چې خپل لاس پورې لاس بند او ټوټه د رغیدا په موخه تړي.
ناپوهي پلمه نشوه [د ناپوهۍ پلمه نه منل کېږي].
هغې ګوتې [کړۍ] ان په دنیا کې د هغه لپاره له زیان پرته بل څه نه درلودل، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: فَإِنَّهَا لاَ تَزِيدُكَ إِلاَّ وَهْنًا، ژباړه: بیشکه دا بله ګټه نه لري پرته له دې چې ستا کمزوري ډیره کړي. که هغه صحابي رضی الله عنه په هغه حالت کې مړ وای نو نه بریالی کیده، او دا د صحابه وو رضی الله عنهم د مشهورې وینا دلیل دی چې وې ویل د شرک اصغر ګناهونه له کبیره ګناهونو څخه لوی دي.
"بیشکه دا نوره ګټه نه لري پرته له دې چې ستا کمزوري ډیره کړي''.
پر هغه چا رد او سخته نیوکه چې دا کار وکړي.
که څوک د رغیدا لپاره یو څه پخپل ځان پورې ځوړند کړي الله سبحانه و تعالی هغه سړی هماغه شي ته سپاري.
که څوک مرۍ، ستنه، اهن روبا یا بل شی د سترګې د زخم د مخنیوي لپاره بدن پورې وتړي یايي ځوړنده کړي شرک يې وکړ.
که کومه ټوټه د تبې د مخنیوي لپاره وتړي هم همداسې ده.
د سیدنا حذیفه رضی الله عنه له خوا ددې ایت لوستل: ''وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُم بِاللهِ إِلاَّ وَهُم مُّشْرِكُون، (يوسف:106)، ژباړه: د دوی ډیری په الله ایمان نه راوړي خو دا چې دوی شرک کوي''، ددې دلیل دی چې صحابه وو رضی الله عنهم د شرک اصغر په اړه له هغو ایتونو استدلال کاوو چې د شرک اکبر په اړه نازل شوي دي.
همداراز، د سترګې د زخم د مخنیوي لپاره له سیندونو څخه د ترلاسه شوو ډبرو او مریو، ګوجګیو کارول هم همداسې دي.
که څوک ولیدل شول چې له پورته یادو شویو شیانو څخه يې له یوه کار اخیستی دی، دا سنت ده چې ورته وویل شي چې الله دې ستا هیله نه پوره کوي او له تا دې ارامي واخلي.