تفريظ
تفريظ
إن الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا، من يهده الله فلا مضل له، ومن يضلل فلا هادي له، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمداً عبده ورسوله.
بسم الله الرحمن الرحيم
اما بعد: دا خبره ډيره ښكاره ده چې د توحيد موضوع د يو مومن په ژوند كې ډير اهميت لري. ځکه چې د دنيا او اخرت كاميابي په همدې توحيد پورې تړلې ده او پرته له دې څخه د الله سبحانه و تعالی په نزد نه كومه عقيده اعتبار لري او نه كوم عمل قبليدای شي. همدا وجه ده چې د هر پيغمبر اولنی دعوت د توحيد طرفته وه او د قرانكريم ټول بحثونه خامخا د توحيد سره رابطه لري چې ددې كتاب په لوستلو سره ددې اهميت ښه پيژندل كيږي.
خو له بده مرغه همدا ضروري او مهمه موضوع زموږ په ټولنه كې د صفر په درجه كې ده. ډير لږ خلك دي چې په توحيد پوه شوي دي حتی هغه كسان چې ځانونو ته علماء وايي ګورې چې په شرك كې اخته دي بلكه اوس خو كه څوک توحيد بيانوي يا توحيد ته دعوت وركوي په هغه باندې غلط تورونه لګول كيږي او د ناروا تهمتونو نسبت ورته كيږي.
زموږ په ټولنه كې هره بله گناه په پټه كېږي كه هغه زنا ده كه د شرابو څښل دي او كه غلا، جواري «قمار» او که نور دي، خو شرك چې د توحيد ضد دی ډير او په ښكاره ډول ترسره كيږي چې ښه مثال يې هغه ځايونه دي چې د زيارت په نوم مشهور شوي دي او منجاوران په كې اوسيږي او په قبر او شا او خوايي دومره مصارف شوي وي چې عقل ورته حيرانيږي. هره ورځ ډلې ډلې خلك ور روان دي او په هر كلي کې خپل زيارت دی، څوک طوافونه ترې كوي او څوک نذرانې وروړي، څوک يې خاورې خوري، څوك يې كاڼي او جنډې په ځان وهي، څوك ورته لمونځونه كوي، څوك ترې دعاګانې غواړي او څوک ورته خپل حاجتونه وړاندې كوي، څوک اولادونه غواړي بلكې هر زيارت يې د يو خاص مرض د جوړيدو لپاره مقرر كړی دی. څوك ورته د عظمت او لويي عقيده لري او څوك خونو او غارونو ته ځي، چا له پير او ميا څخه رب جوړ كړی او څوك سيدانو او ملايانو او اخونزاده ګانوته ركوع سجدې كوي، څوک د قوماندان او د خپل مشر دومره اطاعت كوي چې د هغوی په امر هرډول ګناه ته چمتو کېږي حتی كه د مسلمان د وژلو امر ورته وشی بی له سوچه هغه په مرۍ ولي، او چا له دنيا خپل معبود جوړ كړی چې هغې د حاصلولو لپاره هر قسم زحمت او تكليف په ځان روا بولي او د ولاء او براء په مطلب ځان نه پوه كوي.
وضعيت په هغه نازكه حالت كې دی چې د يو مخلص مومن داعي زړه ورته ډيرغمجن كېږي نو له دې امله هره خبره د توحيد كه هغه ليكل كيږي او كه ويل كيږي د قدر وړ ده. نو ددې عظيم خدمت لپاره زموږ ورور ابوفرح شینواری قلم راپورته كړ او د توحيد د مهمې موضوع په اړه يې هغه ګټور او مشهور كتاب چې محمد بن سليمان التميمی ليكلی په پښتو ژبه ترجمه كړ او د خپل مظلوم ولس د خواخوږۍ لپاره يې وړاندې کړ چې په لوستلو يې د شرك له جالونو څخه ځانونه وژغوري، الله سبحانه و تعالی دې دا عمل ورته قبول او د داسې خدمتونو نور مزيد توفيق ور په برخه كړي، آمين.
ستاسې ورور مولوي عبیدالله موحد