لومړی څپرکی
لومړی څپرکی
التوحید [د الله یووالی]
الله سبحانه و تعالی فرمايي:
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ، (الذاریات، 56 ایت). ژباړه: ''اوما نه دي هست كړي پيريان اوانسانان خو ددې لپاره چې دوی زما عبادت وكړي''.
او الله سبحانه و تعالی فرمايي:
وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ، (النحل، 36 ایت).
ژباړه: ''اوبیشکه موږ ګومارلی [لیږلی] دی په هر امت کې یو پیغمبر چې یوازې د الله عبادت کوئ او له طاغوت [د باطلو معبودانو له عبادت] څخه ځان وساتئ''.
او الله سبحانه و تعالی فرمايي:
وَقَضَىٰ رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا ۚ إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا، وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا، (الاسراء، 23 – 24 ایتونه).
ژباړه: ''او ستا رب حكم كړى [فرمان ورکړی] دی چې عبادت مه كوئ [دبل هيچا] خو يواځې د همده [ یوازې د الله سبحانه و تعالی عبادت وکړئ]، او نیکي وکړئ له موراو پلار سره، كه له تا سره یو له دې دواړو یا دواړه [مور او پلار] زوړوالي ته ورسيږي نو دې دواړوته [د] اف [لفظ] مه وایه، او دوی دواړه مه رټه او دې دواړو ته خبره پسته کوه [چغې ورباندې مه وهه] او ددې دواړو[مور او پلار] لپاره د مهربانۍ [خاکسارۍ او تواضع] وزر [وږه] ښکته کړه، او وايه ای زما ربه مهرباني [بښنه] وكړه دې دواړو ته لكه چې دوی زما روزنه په هغه حال کې كړې ده چې زه کوچنی وم''.
او الله سبحانه و تعالی فرمايي:
وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا، (النساء، 36 ایت).
ژباړه:''یوازې د الله عبادت وکړئ او له هغه سره هیڅ شی مه شریکوئ''.
او الله سبحانه و تعالی فرمايي:
قُلْ تَعَالَوْا أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ ۖ أَلَّا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا ۖ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا ۖ وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ مِنْ إِمْلَاقٍ ۖ نَحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ ۖ وَلَا تَقْرَبُوا الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ ۖ وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ ۚ ذَٰلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ، وَلَا تَقْرَبُوا مَالَ الْيَتِيمِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّىٰ يَبْلُغَ أَشُدَّهُ ۖ وَأَوْفُوا الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ ۖ لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا ۖ وَإِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُوا وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَىٰ ۖ وَبِعَهْدِ اللَّهِ أَوْفُوا ۚ ذَٰلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ، وَأَنَّ هَٰذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ ۚ ذَٰلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ،(الانعام، 151-153ایتونه).
ژباړه: ''[اى محمد صلی الله علیه وسلم دوى ته] ووایه چې راشئ زه ولولم [تاسې ته يې واوروم] هغه چې ستاسې رب په تاسې حرام کړي دي، [داچې] هیڅ شی له ده [الله] سره شریک مه نیسئ، او له مور او پلار سره تاسې نیکي کوئ، او د بیوزلۍ [خوارۍ] له کبله خپل اولاد مه وژنئ موږ تاسې او دوی [ستاسې اولاد] ته رزق [روزي] دركوو، اوبی حیايي او ناکاره کارونو [فحش] ته مه نژدې كيږئ هغه [فحش] چې په کې ښکاره دی او هغه [فحش] چې پټ دی، اوتاسې هغه نفس مه وژنی چې الله [ددې نفس وژل] په تاسې حرام کړي دي خو په حقه سره [په هغو شرایطو کې چې الله يې امر کړی دی]، تاسې ته دا حكم [څلور نهې او یو امر] ددې لپاره [الله] کړی دی چې تاسې په دې کې عقل په کار واچوئ. او تاسې د یتیم مال ته مه نژدې کېږئ خو په هغې طريقې سره چې هغه ډيره ښه وي ترهغې پورې چې دغه يتيم ورسیږي خپل قوت [دزلميتوب] ته، او تاسې پيمانه اوتله [ترازو] پوره کوئ په عدل (انصاف) سره، هیڅ نفس ته موږتكليف نه ورکوو خو د هغه د طاقت هومره [څومره ګنا چې يې ځانته ګټلې ده]، اوكله چې تاسې خبرې كوئ نو رښتيا وايي که څه هم دا د ستاسې خپلوان وي، اوتاسې د الله په عهد وفاكوئ. دا تاسې ته ددې لپاره [الله] حکم کړی چې پند واخلئ. اوبیشکه دا [بیان شوي احکام] زما لاره ده برابره [جنت ته] نوتاسې ددې متابعت وكړئ، او دنورو لارو [د باطلو لارو] متابعت مه کوئ کنه نو تاسې به دده [د الله] له سمې لارې څخه بېلارې کړي، تاسې ته [الله] ددې لپاره دا [د سمې لارې د اتباع] لارښوونه کړې چې تاسې [له ګمراهي څخه] ځان وساتئ''.
[د همدې پورتنيو ایتونو په اړه] سیدنا عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وايي:
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ، قَالَ مَنْ سَرَّهُ أَنْ يَنْظُرَ إِلَى الصَّحِيفَةِ الَّتِي عَلَيْهَا خَاتَمُ مُحَمَّدٍ صلى الله عليه وسلم فَلْيَقْرَأْ هَذِهِ الآيَاتِ: (قُلْ تَعَالَوْا أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ ) الآيَةَ إِلَى قَوْلِهِ : لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ، (جامع الترمذي، 3070).
ژباړه:''له سیدنا عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی چې وايي که څوک غواړي چې هغې صحیفې ته وګوري چې محمد صلی الله علیه وسلم پرې [د پای] مهر لګولی دی نو دا ایتونه دې ولولي: [ای محمد صلی الله علیه وسلم دوی ته] ووایه چې راشی زه ولولم [تاسې ته يې واوروم] هغه چې ستاسې رب په تاسې حرام کړي دي ، د ایت ترپایه پورې [چې وايي]... لپاره ددې چې تاسې عقل په کار واچوئ''.
له سیدنا معاذ بن جبل رضی الله عنه څخه روایت دی:
عَنْ مُعَاذٍ ـ رضى الله عنه ـ قَالَ كُنْتُ رِدْفَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم عَلَى حِمَارٍ يُقَالُ لَهُ عُفَيْرٌ، فَقَالَ " يَا مُعَاذُ، هَلْ تَدْرِي حَقَّ اللَّهِ عَلَى عِبَادِهِ وَمَا حَقُّ الْعِبَادِ عَلَى اللَّهِ ". قُلْتُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ. قَالَ " فَإِنَّ حَقَّ اللَّهِ عَلَى الْعِبَادِ أَنْ يَعْبُدُوهُ وَلاَ يُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا، وَحَقَّ الْعِبَادِ عَلَى اللَّهِ أَنْ لاَ يُعَذِّبَ مَنْ لاَ يُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا ". فَقُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَفَلاَ أُبَشِّرُ بِهِ النَّاسَ قَالَ " لاَ تُبَشِّرْهُمْ فَيَتَّكِلُوا، )صحیح البخاري، 2856; صحیح المسلم، 30 كتاب الإيمان).
ژباړه: ''له سیدنا معاذ رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی لله علیه وسلم چې په کوم خره سپور وو زه پرې د هغه تر شا ناست وم. د هغه خره نوم عفیر وو. هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل ای معاذه! ایا تاته مالومه ده چې پر بندګانو د الله څه حق دی؟ او دبندګانو په الله څه حق دی؟ ما وویل الله او دهغه رسول ښه پوهیږي. هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل پربندګانو د الله حق دادی چې یوازې د هغه [الله] عبادت وکړي او له هغه سره څوک شریک نه کړي او په الله باندې د بندګانو حق دادی چې کوم بنده چې له الله سره شریک نه جوړوي هغه ته عذاب ورنکړي. ما وویل یا رسول الله صلی الله علیه وسلم زه ددې زیری خلکو ته ورنکړم؟ هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل خلکو ته ددې زیری مه ورکوه یوازې به اعتماد وکړي [ یانې په همدې به بسنه وکړي او له نیکو اعمالو څخه به غافله شي]''.
ددې څپرکي مهمې مسالې
دپیریانو او انسانانو په هستونه کې د الله سبحانه و تعالی حکمت.
د عبادت موخه توحید دی، ځکه چې همدا مساله د شخړې او جګړې لامل ګرځي.
څوک چې په بشپړ ډول د توحید پابند نه وي [د توحید شرایط پوره نکړي] د الله عبادت يې نه دی کړی، ددې ایت حکم دامساله روښانه کړې ده: وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ، (کافرون، 3 ایت). ژباړه: ''او نه تاسې دهغه ذات عبادت كوونكى ياست چې زه يې عبادت كوم''.
د پیغمبرانود رالیږلو حکمت.
هرقوم ته یو پیغمبر لیږل شوی دی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیغام د نړۍ ټولو قومونو [پیریانو او انسانانو] ته دی.
د ټولو پیغمبرانو دین یو دی.
لویه مساله داده چې د الله عبادت نشي کیدای تر هغې چې له طاغوت انکار ونشي. په دې ایت کې همدا مطلب بیان شوی دی: فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىٰ لَاانْفِصَامَ لَهَا، (بقرة، 256 ایت). ژباړه: ''نو هر چاچې په طاغوت باندې کفر وکړ [د شيطان، بتانو، قبرونو، هوا او هوس له عبادت څخه يې انکار وکړ] او په الله يې ایمان راوړ نو بیشکه چې کلکه کړۍ يې ټینګه نيولې ده چې د هغې لپاره هیڅ پريکيدل نشته''.
طاغوت عام دی یانې هرشی چې له الله پرته يې عبادت وشي.
د پخوانیو نیکانو په نزد د الانعام د سورة د درې محکمو ایتونو[151-153] عظمت په دې کې دی چې دا ایتونه لس مهمې مسالې رانغاړي چې د شرک مساله يې په سر کې راځي.
د سورة الاسراء د ایتونو [22-39] ښکاره حکم چې اتلس مسالې رانغاړي د شرک له مسالې څخه پیلیږي، الله سبحانه و تعالی فرمايي: لَا تَجْعَلْ مَعَ اللَّهِ إِلَٰهًا آخَرَ فَتَقْعُدَ مَذْمُومًا مَخْذُولًا، (الاسراء، 22 ایت). ژباړه:''له الله سره بل څوك معبود مه نيسه [شرک مه کوه، که شرک دې وکړ] نو ملامت کړی شوې او بې کسه به کینې''.
او ددې ایتونو په پای کې الله سبحانه و تعالی په تاکید سره فرمايي: وَلَا تَجْعَلْ مَعَ اللَّهِ إِلَٰهًا آخَرَ فَتُلْقَىٰ فِي جَهَنَّمَ مَلُومًا مَدْحُورًا، (الاسراء، 39 ایت). ژباړه: ''او له الله سره بل معبود مه نیسه، [كه شرک دې وکړ] نو په دوزخ کې به ملامت کړی شوی ټیل وهل شوی وغورځول شې''.
همدا راز د 39 ایت په پیل کې الله سبحانه و تعالی ددې احکامو ارزښت ته [چې په 22- 39 ایتونو کې وړاندې شول] زموږ پام اړوي او فرمايي: ذَٰلِكَ مِمَّا أَوْحَىٰ إِلَيْكَ رَبُّكَ مِنَ الْحِكْمَةِ، (الاسراء، 39 ایت). ژباړه:''دا [احکام] له هغو حکمتونو څخه دي چې ستا رب تاته [ای محمد صلی الله علیه وسلم] د وحی له لارې لیږلي دي''.
همداراز د سورة النساء ایت چې د لسو حقونو د ایت په توګه پیژندل کېږي، د الله سبحانه و تعالی په دې فرمان سره پیلیږي: وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا، (النساء، 36 ایت). ژباړه:''او د الله عبادت وکړئ او له هغه سره هیڅ شی مه شریکوئ''.
د وفات پرمهال د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کړي وصیت په اړه خبرداری.
په بندګانو د الله د حق پیژندل.
د هغه حق پيژندل چې بندګان يې په الله لري کله چې يې حق ادا کړي.
د نبی صلی الله علیه وسلم ډیری صحابه له دې مسالې [په بنده د الله له حق او په الله د بنده له حق څخه] خبر نه وو.
د دیني مصلحتونو لپاره د علم [د ځينو برخو] د پټولو جواز [چې د شریعت له خوايې سپارښتنه وشي].
هغه څه [دیني کار] چې یو مسلمان خوشاله کړي نورو مسلمانانو ته يې د زیري مستحبوالی.
له دې ویره چې خلک د الله په پراخو رحمتونو باور وکړي او له عمل [د الله له عبادت] څخه لاس په سر شي.
هرچا چې د یوې پوښتنې ځواب نه درلود نو ودې وايي: والله اعلم، ژباړه: ''الله ښه پوهېږي''.
د یو مطلب یا علم د ښوونې لپاره د یو شمیر کسانو د ځانګړي کولو جواز.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم خاکساري [تواضع] چې په خره سپریده او شاته يې بل کس هم سپراوه.
په حیوان [لکه خره، اس ، اوښ] باندې د سپرلۍ پر مهال ځان پسې شاته د بل چا د سپرولو جواز.
د سیدنا معاذ بن جبل رضی الله عنه ځای ځایګی [مقام].
د توحید د مسالې وچت ارزښت.