اتم څپرکی

 

د دمولو او د تعویذ حکم

عَنْ عَبَّادِ بْنِ تَمِيمٍ، أَنَّ أَبَا بَشِيرٍ الأَنْصَارِيّ رضى الله عنه ـ أَخْبَرَهُ أَنَّهُ، كَانَ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فِي بَعْضِ أَسْفَارِهِ ـ قَالَ عَبْدُ اللَّهِ حَسِبْتُ أَنَّهُ قَالَ ـ وَالنَّاسُ فِي مَبِيتِهِمْ، فَأَرْسَلَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم رَسُولاً أَنْ لاَ يَبْقَيَنَّ فِي رَقَبَةِ بَعِيرٍ قِلاَدَةٌ مِنْ وَتَرٍ أَوْ قِلاَدَةٌ إِلاَّ قُطِعَتْ‏، (صحیح البخاري، 3005; صحیح المسلم، 2115).

ژباړه: ''عباد بن تمیم وايي چې ده ته سیدنا ابوبشیر انصاري رضی الله عنه وویل چې هغه په یو سفر کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو، [د حدیث راوي عبدالله بن ابوبکر بن حزم وايي دی فکر کوي چې] ابو بشیر وویل چې خلک د ویده کیدلو په ځایونو کې وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل یو قاصد [زید بن حارثه رضی الله عنه] ددې اعلان لپاره ولیږه چې که د هرچا د اوښ په غاړه کې غاړکۍ یا هار وي پرې يې کړي [لرې يې کړي]''.

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ، قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ "إِنَّ الرُّقَى وَالتَّمَائِمَ وَالتِّوَلَةَ شِرْكٌ، (سنن ابوداود، 3883).

ژباړه: ''له سیدنا عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی چې وايي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه يې واوریدل چې وې ویل، دم، [او دسترګې د غولنځې یا نزلې د لرې کولو لپاره] د ځونډي [بند] ځړول، او د تعويذ ځړول شرک دی''.

 عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبِي لَيْلَى، عَنْ عِيسَى، أَخِيهِ قَالَ دَخَلْتُ عَلَى عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُكَيْمٍ أَبِي مَعْبَدٍ الْجُهَنِيِّ أَعُودُهُ وَبِهِ حُمْرَةٌ فَقُلْنَا أَلاَ تُعَلِّقُ شَيْئًا قَالَ الْمَوْتُ أَقْرَبُ مِنْ ذَلِكَ قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم مَنْ تَعَلَّقَ شَيْئًا وُكِلَ إِلَيْهِ، (جامع الترمذي، 2072) .

ژباړه: ''محمد بن عبدالرحمن بن ابی لیلی له عیسی څخه روایت کوي چې ورور يې وویل چې د عبدالله بن عکیم ابی معبد الجهنی رضی الله عنه لیدو ته ورغی هغه سرخي درلوده، هغه ورته وویل ایا څه دې نه دي ځان پورې ځړولي؟ عبدالله وویل له دې [د څه شي له ځړولو څخه] مرګ بهتره دی. نبی صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي څوک چې څه شی [پخپل بدن یا په غاړه کې] ځوړند کړي الله سبحانه و تعالی هغه سړی هماغه شي ته سپاري". 

تميمة [تعویذ] هغه دی چې د ماشومانو په غاړه کې يې د سترګې د زخم د مخنیوي لپاره اچوي، [د غټ عمر خلک، د منځوي عمر خلک او ځوانان يې هم د ناروغیو د مخنیوي یا رغیدا او یا هم د مینې او اړیکو د ښه کیدو لپاره په غاړه کې اچوي یا وراچول کېږي]، د هغه تعویذ د حکم په اړه چې د قران کریم الفاظ وي اختلاف دی، د سلفو ځینې علماوو دا جایز ګڼلی دی، او ځینو هغه د منع شویو تعویذونو په کتار کې شمیرلی دی، لکه سیدنا ابن مسعود رضی الله عنه او نور. 

رقی یانې هغه څه چې لوستل کېږي، رقیة یانې لوستل او دمول. په بل حدیث کې [چې په درېیم څپرکي کې تیر شو] د سترګې د زخم او چیچلي لپاره اجازه ورکړل شوې ده خو په دې شرط چې شرکي الفاظ په کې نه وي کارول شوي. 

''تولة'' هر هغه څه دي چې د میړه په زړه کې د مینې لپاره یا برعکس ترسره شي.

وروى أحمد عن رويفع بن ثابت؛ يَقُولُ إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ"‏ يَا رُوَيْفِعُ لَعَلَّ الْحَيَاةَ سَتَطُولُ بِكَ بَعْدِي فَأَخْبِرِ ‏النَّاسَ أَنَّهُ مَنْ عَقَدَ لِحْيَتَهُ أَوْ تَقَلَّدَ وَتَرًا أَوِ اسْتَنْجَى بِرَجِيعِ دَابَّةٍ أَوْ عَظْمٍ فَإِنَّ مُحَمَّدًا بَرِيءٌ مِنْهُ ‏"‏، (‏مسند‏أحمد، 4/109; سنن النسايي، 5067; سنن أبو داود، 36).

ژباړه: ''امام احمد رحمه الله له رویفع بن ثابت رضی الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل ای رویفع که ژوند دې اوږد شو او له ما روسته [ژوندی] پاتې شوې خلکو ته ووایه هغه څوک چې خپله ږیره غوټه کړي، یا د بدو سترګو د مخنیوي لپاره یوڅه په غاړه کړي او یا د څارویو په سرې [مرداري] یا هډونو استنجا وکړي محمد صلی الله علیه وسلم ترې بیزاره دی''. 

عن سعيد بن جبير قال: من قطع تميمة من إنسان كان كعدل رقبة. ژباړه: سعید بن جبیر رحمه الله څخه [چې د عبدالله بن عمر او عبدالله بن عباس رضی الله عنهم شاګرد وو] روایت دی ''د یو چا له غاړې څخه د تعویذ پرې کول [لرې کول] د یو غلام د ازادولو د ثواب هومره اجر لري''، (وکیع دا روایت کړی دی).

وله عن إبراهيم قال: كانوا يكرهون التمائم كلها، من القرآن وغير القرآن. ژباړه: او وکیع له ابراهیم نخعی څخه روایت کوي [نخعي د سیدنا عبدالله بن مسعود رضی الله عنه شاګرد وو] چې ''ابن مسعود او ټولو شاګردانو يې تعویذ نه خوښاوه [مکروه يې باله] که څه هم د قران له الفاظو څخه وای''.


د دې څپرکي مهمې مسالې

  1. د ''رقیة'' او ''تمیمة'' تفسیر او تشریح. 

  2. د ''تولة'' تفسیر او مانا. 

  3. دا پورتني درې کارونه پرته له کومې استثنا له شرکي اعمالو څخه ګڼل کېږي. 

  4. د سترګې د زخم او چیچلي دمول په دې شرط چې شرکي الفاظ په کې نه وي جواز لري. 

  5. د هغه تعویذ په اړه چې د قران له الفاظو وي علماء د نظر اختلاف لري. 

  6. د څارویو په غاړه کې د سترګې د زخم د لرې کولو لپاره د تعویذ ځړول منع دي او په سختو ټکو غندل شوي دي.

  7. د هغه چا لپاره سخته ګواښنه چې تعویذ ځوړندوي يا په غاړه کې يې اچوي. 

  8. د هغه چا فضيلت او اجر چې تعویذ د چا له غاړې ایسته کړي. 

  9. سیدنا ابن مسعود او شاګردانو يې هغه تعویذ هم مکروه باله چې له قراني الفاظو وي. 


Popular posts from this blog

دیارلسم څپرکی

څلوارلسم څپرکی

دولسم څپرکی