څلورم څپرکی
د شرک ویره
الله سبحانه و تعالی فرمايي:
إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ، (النساء، 48 ایت).
ژباړه:''بیشکه الله نه بښي دا چې له هغه [الله رب العالمین] سره شريک ونيول شي او هغه چاته چې اراده وکړي هغه [ګناهونه] وربښي چې له شرک څخه ټیټ وي''.
همداراز، په قران کریم کې د ابراهیم علیه السلام دعا داسې راغلې ده:
وَاجْنُبْنِي وَبَنِيَّ أَنْ نَعْبُدَ الْأَصْنَامَ، (ابراهیم، 35 ایت)، ''ما او زما زامن له دې لرې وساته چې د بتانو عبادت وکړو''.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
وَعَنْ مَحْمُودِ بْنِ لَبِيدٍ - رضى الله عنه - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اَللَّهِ - صلى الله عليه وسلم إِنَّ أَخْوَفَ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمْ اَلشِّرْكُ اَلْأَصْغَرُ: اَلرِّيَاءُ، (مسند أحمد، 5 / 428 و 429; السلسلة الصحيحة الباني، 2 / 671 ; رواه أبو محمد الضراب في ذم الرياء، 2/277، ; 299/2 والبغوي في شرحالسنة، 4/201 / 1 ; بلوغ المرام فی الکتاب الجامع، 1527).
ژباړه: له محمود بن لبید رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل''هغه څه چې زه ډیر ستاسې په اړه ویره لرم هغه شرک الاصغر [کوچنی شرک] دی، یانې ریا [ځانښوونه]''.
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ، قَالَ قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم كَلِمَةً وَقُلْتُ أُخْرَى قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم " مَنْ مَاتَ وَهْوَ يَدْعُو مِنْ دُونِ اللَّهِ نِدًّا دَخَلَ النَّارَ،وَقُلْتُ أَنَا مَنْ مَاتَ وَهْوَ لاَ يَدْعُو لِلَّهِ نِدًّا دَخَلَ الْجَنَّةَ، (صحیح البخاري، 4538).
ژباړه:''له عبدالله رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم یوه خبره وکړه او بله خبره ما وکړه، نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل هرڅوک چې په داسې حال کې ومړ چې له الله پرته يې بل چاته نارې وهلې [فریاد يې کاوو] دوزخ ته ځي. ما وویل هرڅوک چې په داسې حال کې ومړ چې په نارو [فریاد] کې يې له الله سره شریک نه جوړاوو جنت ته ځي''.
حَدَّثَنَا جَابِرُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ، قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ مَنْ لَقِيَ اللَّهَ لاَ يُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا دَخَلَ الْجَنَّةَ وَمَنْ لَقِيَهُ يُشْرِكُ بِهِ دَخَلَ النَّارِ ، (صحیح المسلم، 93).
ژباړه:''سیدنا جابر بن عبدالله رضی الله عنه وویل چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه يې واوریدل که هرڅوک په داسې حال کې له الله سره ملاقات وکړي چې له هغه [الله سبحانه و تعالی ] سره يې شریک نه وي نیولی جنت ته ځي او که په داسې حال کې له هغه [الله سبحانه و تعالی] سره ملاقات وکړي چې له هغه [الله سبحانه و تعالی ] سره يې شریک نیولی دی دوزخ ته ځي''.
د دې څپرکي مهمې مسالې
له شرک څخه ویره.
ریا [ځانښوونه] هم د شرک یو ډول دی.
ریا کوچنی شرک دی.
ریا د نیکو انسانانو لپاره خطرناکترینه شی دی.
د جنت او دوزخ نژدېوالی.
په یو حدیث کې د جنت او دوزخ د نژدیوالي ټولګه [جمع].
څوک چې په داسې حال کې د الله ملاقات وکړي چې شرک يې نه وي کړی جنت ته ځي، او که شرک يې کړی وي دوزخ ته ځي که څه هم د ځمکې د سر بهترینه عابد انسان وي.
مهمه مساله دا چې ابراهیم علیه السلام د خپل ځان او د زامنو لپاره له الله سبحانه و تعالی څخه وغوښتل چې دوی د بتانو له عبادت څخه لرې وساتي.
ابراهیم علیه السلام د ډیرو خلکو له حالت څخه پند واخیست چې په شرک ککړ وو، لکه چې ابراهیم علیه السلام وویل: رَبِّ إِنَّهُنَّ أَضْلَلْنَ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ، (ابراهیم، 36 ایت)، ژباړه: ''ای زما ربه، دې بتانو ډیری خلک په ګمراهۍ کې اچولي دي [د ګمراهي سبب ګرځیدلي دي]''.
پورتنی حدیث د ''لا اله الا الله'' تفسیر دی امام بخاري رحمه الله هم دا خبره کړې ده.
د هغه چا فضيلت چې له شرک څخه پاک وي.