دویم څپرکی
د توحید فضيلت او داچې ټول ګناهونه له منځه وړي
الله سبحانه و تعالی فرمايي:
الَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُمْ بِظُلْمٍ أُولَٰئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَهُمْ مُهْتَدُونَ، (الانعام، 82 ایت)، ژباړه: ''هغو کسانو چې ایمان راوړی دی او خپل ایمان يې په شرک او ظلم نه دی ککړ کړی د دوی لپاره خوندیتوب دی، او دوی هدایت کړی شوي دي''.
له سیدنا عُبَادَةَ بن صامت رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
"مَنْ شَهِدَ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، وَأَنَّ عِيسَى عَبْدُ اللَّهِ وَرَسُولُهُ وَكَلِمَتُهُ، أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ، وَرُوحٌ مِنْهُ، وَالْجَنَّةُ حَقٌّ وَالنَّارُ حَقٌّ، أَدْخَلَهُ اللَّهُ الْجَنَّةَ عَلَى مَا كَانَ مِنَ الْعَمَلِ"، (صحیح البخاري، 3435 ;صحیح المسلم، 28).
ژباړه: ''چا چې شاهدي ورکړه چې بل معبود نشته خو یوازې الله دی او الله هیڅ شریک او سیال نه لري، او محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی، او عیسی علیه السلام د الله بنده او رسول او کلمه دی چې الله سبحانه و تعالی [دا کلمه د کن] تر مریم رسولی وه او د الله له خوا یو روح دی، او دا چې جنت او دوزخ حق دي، نو ده چې څه عمل کړی وي الله سبحانه و تعالی به يې [اخر] په جنت کې داخل کړي''.
په بل حدیث کې راغلي دي چې سیدنا عتبان بن مالک رضی الله عنه روایت کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: فَإِنَّ اللَّهَ حَرَّمَ عَلَى النَّارِ مَنْ قَالَ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ. يَبْتَغِي بِذَلِكَ وَجْهَ اللَّهِ، (صحیح البخاری، 5401 ;صحیح المسلم، 33).
ژباړه: ''بیشکه الله سبحانه و تعالی د دوزخ اور په هغه چا حرام کړی دی چې د لا اله الا الله اقرار يې کړی وي او له دې يې موخه د الله سبحانه و تعالی خوشالول وي''.
وعن أبى سعيد الخدرى رضى الله عنه عن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال، '' قال موسى: يا رب، علمني شيئا أذكرك وأدعوك به. قال: يا موسى، قل: لا إله إلا الله. قال: كل عبادك يقولون هذا. قال: يا موسى لو أن السماوات السبع وعامرهن غيري والأرضين السبع في كفة ولا إله إلا الله في كفة مالت بهن لا إله إلا الله"، (صحیح ابن حبان، 2324; الحاكم، 1/528 وصححه).
ژباړه: ''او له سیدنا ابوسعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې موسی علیه الصلاة و السلام وویل ای زما ربه، ماته یو څه وښیه چې په هغه سره تا یاد کړم او وې لولم، الله وفرمایل، لااله الا الله، موسی وویل ای زما ربه، دا خو ستا ټول بندګان وايي. الله وفرمایل ای موسی، که اوه اسمانونه او له ما [الله] پرته په دې کې د الله شته مخلوقات او اوه ځمکې د تلې [ترازو] په یوه پله کې کېږدې او لااله الا الله په بله پله کې کېږدې نو دا [د توحید کلمه] به ورباندې درنده وي''.
په بل حدیث کې چې له انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت شوی دی نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دی: يَا ابْنَ آدَمَ إِنَّكَ لَوْ أَتَيْتَنِي بِقُرَابِ الأَرْضِ خَطَايَا ثُمَّ لَقِيتَنِي لاَ تُشْرِكُ بِي شَيْئًا لأَتَيْتُكَ بِقُرَابِهَا مَغْفِرَةً "، (جامع الترمذي، 3540 وحسنه).
ژباړه: ''الله سبحانه و تعالی وفرمایل، ای د ادم اولاده، که ته دې د ځمکې د پراخوالي هومره ګناهونو سره ماته راشې خو څوک دې له ما سره شریک نه وي ګرځولي زه به تاته له همدومره بښنې سره درشم''.
د دې څپرکي مهمې مسالې
د الله سبحانه و تعالی فضل او پراخه بښنه.
د الله سبحانه و تعالی په نزد د توحید لوی اجر.
توحید د ګناهونو کفاره ده.
د الانعام د سورة په ایت کې د ظلم تفسیر .
پنځه شیان چې د سیدنا عبادة رضی الله عنه په حدیث کې یاد شوي وو د پاملرنې او سوچ وړ دي.
د سیدنا عبادة او د سیدنا عتبان د حدیثونو له مخې د لا اله الا الله مانا مومو، او د تیرویستل شویو یا غولیدلیو کسانو په دریځ او تیروتنه پوهیږو.
لا اله الا الله یو شرط لري او هغه د الله سبحانه و تعالی خوشاله کول دي.
ان پيغمبرانو اړتیا درلوده چې د لا اله الا الله فضيلت دې هغوی ته وروښوول شي.
لا اله الا الله د ټولو مخلوقاتو [کایناتو] په مقابل کې درنده ده خو د هغو خلکو په وړاندې به درنده نه وي چې هغوی يې لولي او په شرایطو يې عمل کوي.
د ځمکو شمیره هم د اسمانونو په څير اوه ده.
دوی هم خالق لري چې الله سبحانه و تعالی دی.
د الله سبحانه و تعالی د صفتونو د حقیقي مانا اثبات، د اشعریانو د عقیدې پخلاف.
د سیدنا انس بن مالک رضی الله عنه حدیث ته په پام سره او د سیدنا عتبان رضی الله د حدیث دا برخه چې وايي: فَإِنَّ اللَّهَ حَرَّمَ عَلَى النَّارِ مَنْ قَالَ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ. يَبْتَغِي بِذَلِكَ وَجْهَ اللَّهِ، (صحیح البخاری، 5401 ;صحیح المسلم، 33). ژباړه: ''بیشکه الله سبحانه و تعالی د دوزخ اور په هغه چا حرام کړی دی چې د لا اله الا الله اقرار يې کړی وي او له دې يې موخه د الله سبحانه و تعالی خوشالول وي''. دې حقیقت ته رسیږو چې یوازې په ژبې سره اقرار کافي نه دی تر هغې چې په عملي توګه شرک پرې نه ښوول شي.
دا مساله چې محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم او عیسی علیه السلام د الله بندګان او پیغمبران دي د پام او سوچ وړ ده.
عیسی علیه السلام ځانګړی صفت لري چې کلمة الله دی [عیسی علیه السلام د کن په کلمه هست کړی شوی دی یانې الله سبحانه و تعالی چې د څه شي د هستولو اراده وکړي نو دومره وايي کن! وشه، فیکون نو هغه شی هست شي].
د عیسی علیه السلام یو صفت روح الله دی [د الله سبحانه و تعالی له خوا یو روح دی].
د جنت او دوزخ په شته والي د ایمان فضيلت.
ددې پوهه چې د لا اله الا الله ویونکی چې هر عمل ولري جنت ته به ننویستل شي.
ددې پیژندنه چې میزان [د اعمالو تله] دوه پلې لري.
د '' وَجْهَ '' یادونه د الله د صفت په توګه.
دریم څپرکی
رښتینی موحد له حساب پرته جنت ته ځي
الله سبحانه و تعالی فرمايي:
إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِلَّهِ حَنِيفًا وَلَمْ يَكُ مِنَ الْمُشْرِكِينَ، (النحل، 120 ایت).
ژباړه: ''بیشکه ابراهیم پخپله [په یوازې سر] د الله یو تابعدار امت وو، او حق ته مایل وو، او هغه له مشرکانو څخه نه وو''.
او الله سبحانه و تعالی فرمايي:
وَالَّذِينَ هُمْ بِرَبِّهِمْ لَا يُشْرِكُونَ، (المومنون، 59 ایت). ژباړه: ''اوهغه كسان چې دوی له خپل رب سره شرک نه کوي''.
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه يې صحابه وو رضی الله عنهم دا حدیث روایت کړی دی:
أَخْبَرَنَا حُصَيْنُ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ، قَالَ كُنْتُ عِنْدَ سَعِيدِ بْنِ جُبَيْرٍ فَقَالَ أَيُّكُمْ رَأَى الْكَوْكَبَ الَّذِي انْقَضَّ الْبَارِحَةَ قُلْتُ أَنَا. ثُمَّ قُلْتُ أَمَا إِنِّي لَمْ أَكُنْ فِي صَلاَةٍ وَلَكِنِّي لُدِغْتُ. قَالَ فَمَاذَا صَنَعْتَ قُلْتُ اسْتَرْقَيْتُ. قَالَ فَمَا حَمَلَكَ عَلَى ذَلِكَ قُلْتُ حَدِيثٌ حَدَّثَنَاهُ الشَّعْبِيُّ. فَقَالَ وَمَا حَدَّثَكُمُ الشَّعْبِيُّ قُلْتُ حَدَّثَنَا عَنْ بُرَيْدَةَ بْنِ حُصَيْبٍ الأَسْلَمِيِّ أَنَّهُ قَالَ لاَ رُقْيَةَ إِلاَّ مِنْ عَيْنٍ أَوْ حُمَةٍ . فَقَالَ قَدْ أَحْسَنَ مَنِ انْتَهَى إِلَى مَا سَمِعَ وَلَكِنْ فَقَالَ قَدْ أَحْسَنَ مَنِ انْتَهَى إِلَى مَا سَمِعَ وَلَكِنْ حَدَّثَنَا ابْنُ عَبَّاسٍ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ" عُرِضَتْ عَلَىَّ الأُمَمُ فَرَأَيْتُ النَّبِيَّ وَمَعَهُ الرُّهَيْطُ وَالنَّبِيَّ وَمَعَهُ الرَّجُلُ وَالرَّجُلاَنِ وَالنَّبِيَّ لَيْسَ مَعَهُ أَحَدٌ إِذْ رُفِعَ لِي سَوَادٌ عَظِيمٌ فَظَنَنْتُ أَنَّهُمْ أُمَّتِي فَقِيلَ لِي هَذَا مُوسَى صلى الله عليه وسلم وَقَوْمُهُ وَلَكِنِ انْظُرْ إِلَى الأُفُقِ . فَنَظَرْتُ فَإِذَا سَوَادٌ عَظِيمٌ فَقِيلَ لِي انْظُرْ إِلَى الأُفُقِ الآخَرِ. فَإِذَا سَوَادٌ عَظِيمٌ فَقِيلَ لِي هَذِهِ أُمَّتُكَ وَمَعَهُمْ سَبْعُونَ أَلْفًا يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ بِغَيْرِ حِسَابٍ وَلاَ عَذَابٍ ". ثُمَّ نَهَضَ فَدَخَلَ مَنْزِلَهُ فَخَاضَ النَّاسُ فِي أُولَئِكَ الَّذِينَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ بِغَيْرِ حِسَابٍ وَلاَ عَذَابٍ فَقَالَ بَعْضُهُمْ فَلَعَلَّهُمُ الَّذِينَ صَحِبُوا رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم. وَقَالَ بَعْضُهُمْ فَلَعَلَّهُمُ الَّذِينَ وُلِدُوا فِي الإِسْلاَمِ وَلَمْ يُشْرِكُوا بِاللَّهِ. وَذَكَرُوا أَشْيَاءَ فَخَرَجَ عَلَيْهِمْ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ "مَا الَّذِي تَخُوضُونَ فِيهِ". فَأَخْبَرُوهُ فَقَالَ" هُمُ الَّذِينَ لاَ يَرْقُونَ وَلاَ يَسْتَرْقُونَ وَلاَ يَتَطَيَّرُونَ وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ". فَقَامَ عُكَّاشَةُ بْنُ مِحْصَنٍ فَقَالَ ادْعُ اللَّهَ أَنْ يَجْعَلَنِي مِنْهُمْ. فَقَالَ" أَنْتَ مِنْهُمْ " ثُمَّ قَامَ رَجُلٌ آخَرُ فَقَالَ ادْعُ اللَّهَ أَنْ يَجْعَلَنِي مِنْهُمْ. فَقَالَ" سَبَقَكَ بِهَا عُكَّاشَةُ"، (صحیح البخاري، 5378 - 5420 - 6175 - 5705 ;صحیحالمسلم، 374 – 220).
ژباړه: '' له حصین بن عبدالرحمن رضی الله عنه څخه روایت دی چې وايي زه له سعید بن جبیر رضی الله عنه سره ناست وم، هغه وویل له تاسو څخه چا د یو ستوري ټوټه لیدلې ده چې تیره شپه راولوید. ومې ویل ما ولیده خو زه د لمانځه په حالت کې نه وم بلکې یو زهرلرونکي میاشي چیچلی وم. بیا هغه وویل نو هغه وخت دې څه وکړل؟ ومې ویل چې دم مې کړ. هغه وویل ولې دې دم کړ؟ ومې ویل د هغه حدیث له کبله چې ما له شعبی رضی الله عنه اوریدلی وو. هغه وویل کوم حدیث؟ ومې ویل چې هغه [شعبي] له بریدة بن حصیب څخه روایت کاوه چې دم جایز نه دی خو په دوه برخو کې [جایز] دی، د سترګې په زخم او د حشراتو د چیچلو روسته. هغه وویل دا ښه خبره ده چې یوڅوک یو شی واوري او له کمښت او زیادښت پرته يې ووايي، خو موږ ته سیدنا ابن عباس رضی الله عنهما وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې ماته ځینې امتونه وړاندې کړی شول، او ما یو پیغمبر ولیده چې له خپل امت څخه لږغوندې ډله ورسره وه، او چاسره یوازې دوه درې کسان وو، او ځینې پیغمبران داسې هم وو چې له هغوی سره به یو کس هم نه وو. ناڅاپه مې یوه لویه ډله ولیده ما فکر وکړ چې دا به زما امت وي، خو ماته وښوول شول چې دا موسی علیه السلام او د هغه امت دی. کله چې ما د اسمان په څنډو نظر واچاوو، نو یوه ډیره لویه ډله راته وښوول شوه، بیا راته وویل شول چې د اسمان بلې څنډې ته وګوره، چې ما وکتل نو بله لویه ډله په نظر راغله، ماته وښوول شول چې دا ستا امت دی. او په دې کې اویا زره کسان داسې دي چې پرته له حساب او کتاب او پرته له عذابه جنت ته داخلیږي. له دې روسته نبي صلی الله علیه وسلم له مجلس پورته شو او خپلې حجرې ته لاړو. صحابه رضی الله عنهم د هغو کسانو په اړه خبرې پیل کړې چې له عذاب او حساب کتاب پرته به جنت ته داخلیږي. د ځینو رایه دا وه چې دا هغه خلک کیدای شي چې له نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره يې ناسته پاسته کړې، او د ځینو رایه دا وه چې ښايي دابه هغه خلک وي چې د اسلام په حالت کې پیدا شوي دي(اسلام ورته میراثي پاتي وي) او له الله جل جلاله سره يې هیڅوک شریک کړي نه دي. بیلابیلې رايي څرګندې شوې. نبي صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو رضی الله عنهم دغه بحث واوریده او له حجرې څخه بیا د خپلو ملګرو مجلس ته راغی او پوښتنه يې وکړه چې تاسو په څه کې خبرې اترې کولې؟ نبي صلی الله علیه وسلم ته د صحابه وو د نظر بیان وشو. نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دا هغه خلک دي چې نه يې په چا دم اچولی وي او نه له چا د دم اچولو لپاره غوښتنه کوي، او نه يې پالونه (فالونه) کتلي وي او نه يې [په زخم د سور سیخ] داغ لګولی وي بلکې یوازې په الله جل جلاله توکل کوي، په دې سرهعکاشه بن محصین رضی الله عنه پورته شو او وېوېل، یا رسول الله صلی الله علیه وسلم زما لپاره دعا وکړی چې الله تعالی ما هم په هغوی کې شامل کړي. نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل، ته له هغوی څخه يې (په کې شامل يې). بیا یو بل تن پورته شو او په هغوی کې يې د شاملیدو د دعا هیله وکړه، نو نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل په دې اړه عکاشه رضی الله عنه له تا څخه مخکیوالی وکړ''.
د دې څپرکي مسالې
توحید بیلابیلې درجې لري.
د رښتیني توحید مانا.
الله سبحانه و تعالی د ابراهیم علیه السلام ښه ویلي دي: وَلَمْ يَكُ مِنَ الْمُشْرِكِينَ، (نحل، 120 ایت)، ژباړه: ''او هغه له مشرکانو څخه نه وو''.
د اولیاء الله یو صفت دادی چې: بِرَبِّهِمْ لَا يُشْرِكُونَ، (مومنون، 59 ایت)، ژباړه: ''له خپل رب سره شرک نه کوي''.
د رښتیني توحید یوه نښه داده چې دم، پال او داغ دې د تل لپاره پریښوول شي.
ددې عادتونو د خپلولو ټولګه ''توکل'' نومیږي.
د صحابه وو رضی الله عنهم پوهېدنه چې له عمل پرته ''توکل'' ناشونی دی.
صحابه رضی الله عنهم د خیر د ترلاسه کولو سره څومره مینه درلوده.
د هومره والي او څومره والي له پلوه په نورو امتونو ددې امت فضيلت.
د موسی علیه السلام د پيروانو فضيلت.
ټول امتونه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وړاندې شول.
هر امت له خپل پیغمبر سره حشر کېږي.
په ټولیزه توګه څو کسانو د پیغمبرانو بلنه منلې ده.
هغو پیغمبرانو چې خبرو ته يې چا غوږ نه دی نیولی [هیچا ورباندې ایمان نه دی راوړی] هغوی به یوازې حشر کېږي [د الله سبحانه و تعالی حضور ته وړاندې کېږي].
نه باید په ډیرو وویاړو او نه د شمیر په لږوالي نهیلي شو.
د سترګې د زخم او چیچلي لپاره د دم جواز.
دپخوانیو نیکانو[د سلف الصالحین] پوهه کله چې سعید وویل ''قَدْ أَحْسَنَ مَنِ انْتَهَى إِلَى مَا سَمِعَ'' یانې دا ښه خبره ده چې یوڅوک یو شی واوري اوله کمښت او زیادښت پرته يې ووايي. نو مالومه شوه چې دغه دوه حدیثونه پخپلو منځونو کې تعارض نه لري.
د امت پخوانیو نیکانو د هغه څه لپاره د چا تعریف نه کاوو چې نه يې لرل [یانې دوی چاپلوس نه وو، بیځایه يې د چا تعریف نه کاوو].
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل "أَنْتَ مِنْهُمْ" یانې ته له هغوی څخه يې، دا د هغه صلی الله علیه وسلم د نبوت له نښو څخه یوه ده.
د سیدنا عکاشه بن محصن رضی الله عنه مقام.
له کنایه لرونکو خبرو څخه د ګټه اخیستنې جواز.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم نیک اخلاق.