شپږم څپرکی
د توحید تفسیر او د لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ مفهوم
الله سبحانه و تعالی فرمايي:
أُولَٰئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَىٰ رَبِّهِمُ الْوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُ ۚ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُورًا، (الاسراء، 57 ایت)، ژباړه: ''دا هغه کسان دي چې [دباطل] عبادت کوي خپل رب ته د رسیدو لپاره د وسیلې په لټه کې دي چې کوم يو يې الله ته ډیر نژدې دی، او د الله رحمت ته هیله من دي، او د هغه له عذاب څخه ویریږي، بیشکه ستا د رب عذاب زښت ډیر د ویرې وړ دی''.
او الله سبحانه و تعالی فرمايي:
وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ إِنَّنِي بَرَاءٌ مِمَّا تَعْبُدُونَ، إِلَّا الَّذِي فَطَرَنِي فَإِنَّهُ سَيَهْدِينِ، (زخرف، 26 - 27 ایت)، ژباړه:'' او [ای محمد صلی الله علیه وسلم، يادكړه] هغه وخت چې ابراهيم خپل پلارته او خپل قوم ته وویل چې بيشكه زه له هغه څه بیزاره یم چې تاسو يې عبادت کوئ خو د الله [عبادت کوم] چې زه يې هست کړی یم بيشكه چې الله به ما په هدایت [اسلام] ټینګ وساتي''.
او الله سبحانه و تعالی فرمايي:
اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ، (توبة، 31 ایت)، ژباړه:"دوی [اهل کتابو] د الله په ځای خپل پوهان او روحانیون په خدايي نیولي دي''.
او الله سبحانه و تعالی فرمايي:
وَمِنَ النَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ اللَّهِ أَندَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ ۖ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِّلَّهِ، (البقرة، 165 ایت)، ژباړه:''او له خلکو څخه ځینې هغه څوک دي چې د الله په ځای نور معبودان نيسي، له هغوی سره داسې مينه کوي لکه [کومه] مینه چې له الله سره کېږي، اوهغه کسان چې ايمان يې راوړى دى له الله سره ډیره ټینګه مینه لري''.
همداراز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
مَنْ قَالَ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَكَفَرَ بِمَا يُعْبَدُ مِنْ دُونِ اللَّهِ حَرُمَ مَالُهُ وَدَمُهُ وَحِسَابُهُ عَلَى اللَّهِ، (صحیح المسلم، 23 همداراز په صحیح المسلم کې کتاب الایمان وګورئ د حدیث شمیره 37 ده)، ژباړه: ''هر چا چې وویل نشته لایق د عبادت خو یو الله دی او په هغه څه يې کفر وکړ چې پرته له الله يې عبادت کېږي، ځان او مال يې خوندي دی او په اخرت کې يې حساب په الله دی''.
د دې څپرکي مهمې مسالې
- د لویو او مهمو مسالو لکه د توحید تشریح او د شهادت د کليمې تشریح او په ښه څرګنده توګه ددې بیان.
د سورة الاسراء هغه ایت چې په کې د نیکو انسانانو عبادت په کلکه توګه رد شوی دی او دا مساله روښانه شوه چې دغسې یو عمل لوی شرک [شرک الاکبر] دی.
د سورة توبة په ایت کې ددې بیان وشو چې اهل کتابو خپل پوهان او دیني مشایخ د الله په ځای معبودان نیول. همداراز ددې ټکي څرګندونه وشوه چې اهل کتابو ته ویل شوي وو چې یوازې د الله عبادت وکړئ. که څه هم هغوی خپلو پوهانو او مشایخو ته سجده نه کوله خو په ګناه کې يې د هغوی پیروي کوله.
د ابراهیم علیه السلام خبره چې وې ویل زه یوازې د الله عبادت کوم چې زه يې هست کړی یم او له هغه پرته له نورو معبودانو څخه چې تاسې يې عبادت کوئ بیزاره یم. په دې توګه يې یو معبود [الله سبحانه و تعالی ] انتخاب کړ او له نورو باطلو معبودانو څخه يې خپله کرکه او بیزاري وښوده، الله سبحانه و تعالی په دې توګه د لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ تفسیر بیان کړی دی، لکه چې، له دې لږ روسته الله سبحانه و تعالی فرمايي: وَجَعَلَهَا كَلِمَةً بَاقِيَةً فِي عَقِبِهِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ، (زخرف، 28 ایت)، ژباړه:''او هغه [ابراهیم] دغه کلمه [د توحید] د خپل اولاد ترمنځ پاتې کیدونکې پریښوده چې دوی بیرته [کلمې ته] راوګرځي''.
د سورة البقرة ایت چې د کفارو په اړه وايي: وَمَا هُم بِخَارِجِينَ مِنَ النَّارِ، (البقرة، 167 ایت)، ژباړه:''او له اور [دوزخ] څخه به دوی هیڅکله وتونکي نه وي''. مخکې مو ولوستل چې دوی له هغو معبودانو سره هومره مینه لري څومره مینه چې له الله سبحانه و تعالی سره لري. دا خبره چې دوی له الله سره ډیره مینه درلوده خو [له باطلو معبودانو سره يې هم ډیره مینه درلوده نو] دې ټکي دوی اسلام ته داخل نه کړل. نو د هغه چا به څه حال وي چې د الله رب العالمین په ځای له خپلو باطلو معبودانو سره ډیره مینه لري؟ یا به د هغه چا څه حال وي چې له باطلو معبودانو سره مینه لري او له الله سبحانه و تعالی سره مینه نه لري؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل که څوک د لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ کلمه ووايي او په هغه څه [باطلو معبودانو] کفر وکړي چې د الله سبحانه و تعالی په ځای يې عبادت کېږي، مال او ځان يې خوندي دی او حساب يې له الله سبحانه و تعالی سره دی. داحدیث د لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ د کلمې ښکاره تفسیر دی. ځکه چې په دې کې یوازې د لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ په کلمه بسنه نه ده شوې، خو یوازې په دې کلمې اقرار د ځان او مال د ساتنې لامل نه ګرځي او دا کافي نه ده چې یوازې ددې په څرګنده مانا او ټکو پوهه ترلاسه شي، یا ان تر دې چې ددې اقرارکوونکی نارې کړي چې الله یو دی او هیڅ شریک نه لري [یانې یوازې د الله عبادت کوي]، خو هغه وخت يې ځان او مال د اسلامي حکومت تر ساتنې لاندې راځي چې ددې سربیره د کلمې اقرار کوونکی په باطلو معبودانو کفر وکړي او په بشپړ ډول هغه باطل معبودان رد کړي چې له الله سره يې عبادت کېږي. که څوک په دې کې ودرید یا دوه زړی شو، نو نه يې ځان خوندي دی او نه يې مال خوندي دی. نو وګورئ چې دا مساله څومره لویه او ارزښتناکه ده او څومره په څرګنده او په ښکاره توګه بیان شوې ده او په ښه توګه يې حجت بشپړ کړی دی.