یولسم څپرکی
په هغه ځای کې بايد د الله لپاره نذر او قرباني ونه شي چې هلته د غير الله لپاره نذر او قرباني شوي وي
الله سبحانه و تعالی فرمايي:
لَا تَقُمْ فِيهِ أَبَدًا ۚ، (توبة، 108 ایت)، ژباړه: ''هیڅکله [دعبادت لپاره] په هغه [جومات] کې مه دریږه''.
عن ثابت بن الضحاك رضي الله عنه، قال: نذر رجل أن ينحر إبلاً ببوانة، فسأل النبي صلى الله عليه وسلم فقال: (هل كان فيها وثن من أوثان الجاهلية يعبد)؟ قالوا: لا. قال: (فهل كان فيها عيد من أعيادهم)؟ قالوا: لا. فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (أوف بنذرك، فإنه لا وفاء لنذر في معصية الله، ولا فيما لا يملك ابن آدم) [رواه أبو داود، وإسنادها على شرطهما].
ژباړه: له سیدنا ثابت بن ضحاک رضی الله عنه څخه روایت دی چې ''یو سړي نذر کړی وو چې په بوانة کې یو اوښ ذبح کړي [بوانة د ځای نوم دی]، په دې اړه يې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ایا په دې ځای کې د جاهلیت په وخت کې کوم بت وو چې عبادت يې کیده؟ وې ويل نه. رسول الله صلی الله علیه وسلم وپوښتل، ایا دا ځای د مشرکانو د ټولیدو [تجمع] او جشن مرکز وو؟ وې ویل نه. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه سړي [صحابي رضی الله عنه] ته وویل خپل نذر دې په ځای کړه، او په دې پوه شه چې کوم نذر چې د الله د نافرمانۍ لامل ګرځي او یا د داسې شي نذر کول چې د نذرکوونکي په وس کې نه وي ترسره کول يې پکار نه دي''.
د دې څپرکي مهمې مسالې
په سورة توبة کې د الله سبحانه و تعالی د فرمان تفسیر.
ګناه او د الله رب العالمین نافرماني ځمکه هم ککړوي لکه څنګه چې په ځمکه باندې د الله سبحانه و تعالی تابعداري او بندګي هغه مبارکوي.
پیچلې او ستونزمنې مسالې باید له څرګندو او رڼو مسالو څخه بېلې کړی شي.
د اړتیا پرمهال مفتي کولای شي له مستفتي د مسالې جزیات وغواړي.
د نذر لپاره د یو ځانګړي ځای غوره کول جواز لري خو په دې شرط چې کوم شرعي بندیز او ستونزه په کې نه وي.
یو بندیز دا دی چې همدا اوس یا پخوا هلته کوم بت یا زیارت وي.
یوبل بندیز دا دی چې دغه ځای اوس یا پخوا د مشرکانو د غونډیدلو او جشن د لمانځولو ځای وي.
په هغه ځای کې د نذر ترسره کول جایز نه دي چې هلته له پورتنیو بندیزونو څخه یو وي، په داسې ځای کې د نذر ترسره کول ګناه ده.
له مشرکانو سره له ورته والي [مشابهت] ډډه کول که څه هم د هغوی د مشابهت نیت ونه لري.
داسې نذر چې ګناه وي او د الله سبحانه و تعالی نافرماني په کې کېږي جایز نه دی.
هغه نذر جواز نه لري چې چاسره يې وس نه وي یايي په ملکیت کې نه وي.