لسم څپرکی
غير الله ته د څاروي د ذبح کولو په اړه
الله سبحانه و تعالی فرمايي:
قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ، لَا شَرِيكَ لَهُ ۖ وَبِذَٰلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ، (الانعام، 162-163 ایتونه).
ژباړه: ''ووایه، بیشکه زما لمونځ، زما قرباني، زما ژوند او زما مرګ د الله لپاره دي چې د ټولو جهانونو رب دی. د هغه لپاره هیڅ شریک نشته دی او ماته په دې امر شوی دی، او زه لومړنی مسلمان يم''.
همداراز الله سبحانه و تعالی فرمايي:
فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ، (کوثر، 2 ایت)، ژباړه: ''نو د خپل رب لپاره لمونځ او قرباني وکړه''.
عن علي رضي الله عنه قال: حدثني رسول الله صلى الله عليه وسلم بأربع كلمات: (لعن الله من ذبح لغير الله، لعن الله من لعن والديه. لعن الله من آوى محدثاً، لعن الله من غير منار الأرض) [رواه مسلم].
ژباړه: ''له سیدنا علي رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته څلور کلمې وویلې: د الله لعنت دې په هغه چا وي چې غیرالله ته [له الله بغیر بل چاته] ذبح کوي، او د الله لعنت دې په هغه چا وي چې پخپل مور او پلار لعنت وايي، او د الله لعنت دې په هغه چا وي چې کوم بدعتي [خیانتکار] ته پنا ورکړي، او د الله لعنت دې په هغه چا وي چې د ځمکې پولوته [حدودوته] تغیر ورکوي''.
وعن طارق بن شهاب، أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (دخل الجنة رجل في ذباب، ودخل النار رجل في ذباب) قالوا: وكيف ذلك يا رسول الله؟! قال: (مر رجلان على قوم لهم صنم لا يجوزه أحد حتى يقرب له شيئاً، فقالوا لأحدهما قرب قال: ليس عندي شيء أقرب قالوا له: قرب ولو ذباباً، فقرب ذباباً، فخلوا سبيله، فدخل النار، وقالوا للآخر: قرب، فقال: ما كنت لأقرب لأحد شيئاً دون الله عز وجل، فضربوا عنقه فدخل الجنة) [رواه أحمد].
ژباړه: ''د طارق بن شهاب رضی الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: یو سړی د یو میاشي لپاره جنت ته لاړ او یوسړی د یو میاشي لپاره دوزخ ته لاړ، صحابه وو رضی الله عنهم وپوښتل هغه څنګه؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، دوه کسان د داسې یو قوم ترڅنګ تیریدل چې بت يې درلود، او دود يې دا وو چې هیڅوک له هغه ځایه نه تیریدل خو چې نذر يې کړی وای. له دوی څخه يې یوه ته وویل یو نذر ورکړه، وې ویل څه نه لرم، ورته وې ویل یوڅه ورکړه که څه هم یو میاشی وي، ده ومنله اومیاشی يې نذر کړ، پریښودل شو، او ددې عمل له کبله دوزخ ته لاړ. دویم تن ته يې وویل نذر ورکړه، وې ویل زه به هیڅکله غیر الله ته نذر و نه کړم، هغوی [مشرکانو] دده غاړه پریکړه او په دې توګه شهید شو او جنت ته لاړ''.
د دې څپرکي مهمې مسالې
د الانعام د سورة د ایت تفسیر.
د الکوثر د سورة د ایت تفسیر.
لومړنی لعنت د هغه چا لپاره دی چې غیرالله ته ذبح کوي.
په هغه چا لعنت دی چې پخپل مور او پلار لعنت ووايي، یانې داچې څوک د بل چا په مور او پلار باندې لعنت ووايي او په ځواب کې يې هغه دده په مور او پلار لعنت ووايي.
په هغه چا لعنت دی چې بدعتي [خیانتکار] ته پناه ورکړي.
په هغه چا لعنت دی چې د ځمکې څرګندې پولې [حدود] پخپله ګټه بدلې کړي.
د ځانګړې ګناه او د نورو ګناهونو په اړه د لعنت توپير.
دمیاشي کیسه چې ستره پایله يې درلوده.
یو تن د هغه میاشي لپاره چې قربانۍ ته يې اړوت [مجبور شو] دوزخ ته لاړ.
د شرک د عمل په ضد د مومنانو په زړونو کې څومره کرکه ده، هغه سړی په څنګه صبر له مرګ سره مخامخ شو خو دې ته حاضر نشو چې د هغوی غوښتنه ومني او شرک وکړي بلکې دې ته حاضر شو چې ومري خو له خپل رب سره څوک شریک نه کړي.
هغه بل سړی چې دوزخ ته لاړ هغه مسلمان وو، ځکه چې په حدیث کې دي چې د یومیاشي لپاره دوزخ ته لاړ.
د دغه صحیح حدیث لپاره چې د میاشي کیسه کوي یو بل صحیح حدیث د شاهد په توګه شته دی: ''الجنة أقرب إلى أحدكم من شراك نعله، والنار مثل ذلك''، ژباړه: جنت او دوزخ تاسې ته ستاسې د بوټونو له بندونو څخه هم نژدې دي.
په حقیقت کې هغه څه مهم دي چې په زړه کې دي ان مشرکان [بت پرستان] هم په دې پوهیدل.