دولسم څپرکی

 



د غیرالله په نوم نذر کول شرک دی

الله سبحانه و تعالی فرمايي: 

يُوفُونَ بِالنَّذْرِ، (الانسان، 7 ایت)، ژباړه: ''[نیک بنده ګان] په نذر وفا کوي''. 

او الله سبحانه و تعالی فرمايي: 

وَمَا أَنفَقْتُم مِّن نَّفَقَةٍ أَوْ نَذَرْتُم مِّن نَّذْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُهُ ، (البقرة، 270 ایت)، ژباړه: ''او له نفقې څخه هغه شى چې تاسې لګولي [زکات، خیرات، صدقه] يا له نذرونو څخه کوم ‏نذر‏ تاسې [په ځان] منلی دی نوبیشکه الله ته هغه مالوم دی''. 

عَنْ عَائِشَةَ رضى الله عنها عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ"مَنْ نَذَرَ أَنْ يُطِيعَ اللَّهَ فَلْيُطِعْهُ، وَمَنْ نَذَرَ أَنْ يَعْصِيَهُ فَلاَ يَعْصِهِ ‏"‏‏، (صحیح البخاري، 6696; سنن ابوداود، 3806).

 ژباړه: ''د مومنانو له مور سیده عایشه رضی الله عنها څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل، چا چې ددې نذر منلی وي چې د الله اطاعت به کوي هغه ته پکار دي چې د الله اطاعت وکړي، او چا چې د الله د نافرمانۍ نذر منلی وي هغه ته پکار نه دي چې دا [نذر] وکړي''.


د دې څپرکي مهمې مسالې

  1. په نذر باندې وفا کول واجب دي. 

  2. ددې لپاره چې نذر له عبادتونو څخه یو دی او دا عبادت د الله لپاره ځانګړی دی نو ددې لېږدول غیرالله ته شرک دی. 

  3. په هغه نذر کې چې د الله نافرماني کېږي ترسره کول يې جایز نه دی. 

Popular posts from this blog

دیارلسم څپرکی

څلوارلسم څپرکی