دیارلسم څپرکی
غیرالله ته پنا ور وړل شرک دی
الله سبحانه و تعالی فرمايي:
وَأَنَّهُ كَانَ رِجَالٌ مِّنَ الْإِنسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٍ مِّنَ الْجِنِّ فَزَادُوهُمْ رَهَقًا، (جن، 6 ایت)، ژباړه:''او دا چې له انسانانو څخه ځینې سړیو له پیریانو څخه ځینې سړیو ته پنا ور وړه او دوی [پيریانو] خپله سرغړونه پراخه [ډیره] کړه''.
وعن خولة بنت حكيم رضي الله عنها قالت: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: "مَنْ نَزَلَ مَنْزِلاً ثُمَّ قَالَ أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللَّهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ. لَمْ يَضُرُّهُ شَىْءٌ حَتَّى يَرْتَحِلَ مِنْ مَنْزِلِهِ ذَلِكَ "، [صحیح المسلم، 2708].
ژباړه: له سیده خولة بنت حکیم رضی الله عنها څخه روایت دی چې وايي له رسول الله صلی الله علیه وسلم مې واوریدل چې وې فرمایل، هر چا چې په کوم کور یا کوم ځای کې واړول [ښکته شو] او وې ویل: زه د الله د مخلوقاتو له شر څخه د الله بشپړو کلماتو ته پنا وړم. تر هغې چې په دې کور کې وي هیڅ شی [او هیڅوک] به ده ته زیان ونه رسوي.
د دې څپرکي مهمې مسالې
د سورة الجن د ایت تفسیر.
غیر الله ته پنا ور وړل شرک دی.
د الله کلمات د الله د صفاتو په څیر دي، د الله کلمات مخلوق نه دي، ددې لپاره د الله کلماتو ته پنا ور وړل شرک نه دی، او ددې په غبرګون [مخالفت] کې یانې مخلوق ته پنا ور وړل شرک دی.
ددې لنډې دعا فضيلت: أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللَّهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ.
ښايي ځینې وخت په دنیا کې د شرک اعمال ګټه ورسوي، لکه د کوم شر لرې کول یا د ګټې جلبول خو دايي په جواز دلیل نه دی. [د شرک عمل که ګټه هم رسوي بالکل حرام او په کلکه منع دی او که یو سړی د شرک په حال کې مړ شي د تل لپاره دوزخ ته ځي].