نهم څپرکی


له ونو او ډبرو او نورو شیانو څخه د تبرک غوښتل

الله سبحانه و تعالی فرمايي: 

أَفَرَأَيْتُمُ اللَّاتَ وَالْعُزَّىٰ، وَمَنَاةَ الثَّالِثَةَ الْأُخْرَىٰ، (نجم، 19-20 ایتونه)، ژباړه:''ایا تاسې لات او عزی ګورئ، او منات هغه بل درېیم''. 

عن أبي واقد الليثي، قال: خرجنا مع رسول الله صلى الله عليه وسلم إلى حنين ونحن حدثاء ‏عهد بكفر، وللمشركين سدرة يعكفون عندها وينوطون بها أسلحتهم، يقال لها: ذات أنواط، ‏فمررنا بسدرة فقلنا: يا رسول الله أجعل لنا ذات أنواط كما لهم ذات أنواط فقال رسول الله صلى ‏الله عليه وسلم: (الله أكبر! إنها السنن، قلتم ـ والذي نفسي بيده ـ كما قالت بنو إسرائيل ‏لموسى:''اجْعَل لَّنَا إِلَٰهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ ۚ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ'' [الاعراف، 138]. ‏لتركبن سنن من كان قبلكم، ‏‏(رواه الترمذي وصححه، رواه احمد ;ابن ابی حاتم و ابن کثیر).

ژباړه: له سیدنا ابو واقد لیثي رضی الله عنه څخه روایت دی وايي په داسې حال کې چې موږ نوي مسلمانان شوي وو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د حنین خواته روان وو، د هغه ځای مشرکانو یوه ونه درلوده چې د هغې عبادت يې کاوو او خپلې وسلې به يې د تبرک لپاره په هغې کې ځوړندولې، هغه ونه په ذات انواط مشهوره وه، موږ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل، موږ ته هم ذات انواط وټاکه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، الله اکبر! دا ډول غوښتنې د پخوانیو دود دی او په الله قسم چې هغه خبره مو وکړه چې بني اسرایلو موسی علیه السلام ته وکړه، دوی موسی علیه السلام ته وویل:''موږ ته هم معبود وټاکه لکه څنګه چې هغوی [مشرکان] معبودان لري، [موسی] وويل تاسې يو جاهل [ناپوه] قوم ياست''، [الاعراف، 138]، [بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل] تاسې به هم د هغو خلکو د دودونو پيروي وکړئ چې له تاسې مخکې تیر شوي دي. 


د دې څپرکي مهمې مسالې

  1. د سورة النجم د ایت تفسیر. 

  2. د صحابه وو رضی الله عنهم د غوښتنې حقیقت معلومول چې دوی د معبود جوړول نه غوښتل بلکې د تبرک په توګه يې د استعمالولو غوښتنه کړې وه. 

  3. هغه څه چې يې وغوښتل ترسره يې نه کړل. 

  4. له دې غوښتنلیک څخه يې موخه تقرب الی الله وو. ځکه چې دوی فکر کاوو چې الله د دوی دا کار خوښوي. 

  5. کله چې ددې مسالې پایله د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه وو رضی الله عنهم ته مالومه نه وه، نورو خلکو ته خو بیخي نه ده مالومه او کیدای شي چې د ناپوهۍ له کبله په دې عمل کې ښکیل شي.

  6. په داسې حال کې چې صحابه وو رضی الله عنهم ډیرې نیکۍ ترلاسه کړي دي او هغوی ته د بښنې ژمنه هم ورکړل شوې ده. 

  7. رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی معذور ونه ګڼل بلکې د دوی غوښتنه يې په کلکه توګه رد کړه، او وې فرمایل '' الله اکبر! داد پخوانیو دود دی، او تاسې د پخوانیو د دودونو پیروي کوی''. 

  8. دا غوښتنه دومره خطرناکه وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د موسی علیه السلام د قوم له غوښتنې سره برابره وبلله، هغه چې بني اسرایلو وویل موږ ته هم د دوی د معبودانو په څیر معبود وټاکه. 

  9. په داسې یوه وړاندیز یا عمل بندیز د لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ له غوښتنو څخه دی خو بیا هم هغوی ته ناڅرګند وو. 

  10. په دې برخه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قسم مطلب دادی چې هغه صلی الله علیه وسلم به د لویو او مهمو چارو پرمهال قسم کاوو. 

  11.  د دوی دغه غوښتنه شرک اصغر وګڼل شو او مرتد ونه پیژندل شول. 

  12. د راوي دا خبره چې موږ نوي مسلمانان شوي وو ددې خبرې بیانوونکې ده چې د غوښتنې وړاندې کوونکي پخواني مسلمانان نه وو. ځکه چې پخواني پوهیدل چې داسې یو عمل له شرکیه اعمالو څخه دی. 

  13. د یوشي په اړه د تعجب پرمهال د تکبیر ویل، د هغه چا برعکس چې دايې مکروه ګڼلی دی.

  14. د هغو لارو تړل چې په شرک پای ته رسیږي. 

  15. د جاهلیت له خلکو سره په ورته والي بندیز. 

  16. د یو مطلب د ښوونې پرمهال ښوونکی کولای شي چې د ښې ښوونې روزنې په موخه [له شاګردانو سره] ناخوښي وښيي. 

  17. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خوا د انسان ټولیز میلان بیان کړی شو کله چې هغه وفرمایل إنها السنن یانې دا ډول غوښتنې د پخوانیو دود دی. 

  18. دا د هغه صلی الله علیه وسلم د نبوت له نښو څخه یوه نښه ده، لکه څنګه چې يې ویلي وو روسته بیا هماغسې وشول. 

  19. هرهغه شی چې په قران کې پرې یهود او نصارا ترټل شوي دي زموږ لپاره هم دي. 

  20. دا د صحابه وو رضی الله عنهم پیژندل شوی اصل وو چې د عبادت مسالې د شارع له مخامخ حکم سره اړه لري، او له دې ځایه کولای شو چې هغه درې پوښتنې چې په قبر کې کېږي راوباسو: 

مَنْ رَبُّكَ؟ ستا رب څوک دی، دا چې رب څرګند او مالوم دی.

وَمَنْ نَبِيُّكَ؟ ستا نبي څوک دی، بیشکه هغه څوک چې له غیب څخه خبرونه راوړي هغه نبي دی چې الله رب العالمین ورباندې وحیه نازلوي. 

وَمَا دِينُكَ؟ ستا دین څه دی، ددې پوښتنې ځواب د الله سبحانه و تعالی په دې فرمان کې دی چې وې فرمایل اجْعَل لَّنَا إِلَٰهًا ‏په دې مانا چې معبود او د معبود عبادت یانې دین. 

  1. د پخوانیو[د یهودو او نصاراوو] دود د مشرکانو د دود په څیر بد دی. 

  2. چا چې په یو باطل نیوکه کړي وي او ترې را اوښتی وي ښايي د هغه باطل یوڅه پاتې شوني يې په وجود کې پاتې وي، لکه څنګه چې هغه وویل: موږ نوي مسلمانان شوي وو. 


Popular posts from this blog

دیارلسم څپرکی

څلوارلسم څپرکی

دولسم څپرکی